ډېر لوستل شوي

عمران خان او شاه محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شول

پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی چې د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان  ته یې د لسو کلونو د بند سزا اورولې ده. پر عمران خان سربېره د نوموړي د ګوند مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، شاه محمود قریشي هم په لس کاله بند محکوم شوی. د پاکستان محکمې دا سزا نن سه شنبه د دولتي رازونو د افشا په تور خان ته اورولې ده. 

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر ګوهر خان وړمه ورځ رسنیو ته ویلي و چې ښایي د پاکستان سرپرست حکومت عمران خان عمري بندي او یا اعدام کړي.

چارواکي وايي چې عمران خان او د ګوند مرستیال یې شاه محمودقریشي کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پاکستان له پارلمان څخه د نه اعتماد رایه واخیسته او له واکه لیرې شو.

نوموړي ته د لسو کلونو نوره سزا په داسې حال کې اورول کیږي چې تمه ده د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې عمومي ټولټاکنې وشي.

خان او ګوند یې دا تورونه رودوي او سیاسي یې بولي.

اړوند خبرونه