ټولګټو وزارت وایي چې د جنوبي او شمالي سالنګ لارې په بشپړه توګه د مسافر وړونکو موټرو تګ را تګ ته چمتو شوي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس مولوي عبدالحلیم اغا وایي چې په سالنګونو کې د واورې ورښت کم شوی او د ګومارل شویو ټیمونو په مټ د جنوبي او شمالي سالنګ لاره د تګ راتګ په پار چمتو شوه.
ټولګټو وزارت په خپلې اېکس پاڼې پرون شپه چهارشنبه د سلواغې په ۱۱مه ولیکل چې دا لویه لاره یې د لړو، تیارو او ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس مولوي عبدالحلیم ویلي چې د سالنګ په ځینو برخو کې د واورې د کوچونو د راتلو احتمال هم شته.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره له مسافروړونکو موټرچلوونکو هیله کوي چې د سفر پر مهال دې چینونه وکاروي.