د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد نن چهارشنبه د سلواغې په ۱۱مه د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس عبدالسلام عزیزوف سره پر سرحدي مسایلو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړي دي.
په دې لیدنه کې د دواړو هیوادنو چارواکو د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو، د پولو پر ساتنې او نورو برخو خبرې اترې کړي دي.
په یاده کتنه کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل: موږ په تېر یو کال کې پر پولو ډېر کار کړی او هوډ لرو چې په راتلونکې کې د هیواد پولې نورې هم پیاوړې کړو.
همدا رنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست ازبک لوري ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه د پراختیایي پروژو د پلې کېدو او پانګونې په ټولو برخو کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.
ازبک پلاوو هم په خپلو خبرو کې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.