ډېر لوستل شوي

سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس مولوي عبدالحلیم اغا رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له وجې د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

 ټولګټو وزارت په خپلې اېکس پاڼې نن شپه چهارشنبه د سلواغې په ۱۱مه ولیکل چې دا لویه لاره یې د لړو، تیارو او ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه تړلې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس مولوي عبدالحلیم وایي:((د سالنګ لویه لار د واورې د اورښت، سخت توپان او د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب په موخه تر بلې خبرتیا پورې وتړل شوه.))

نوموړي ویلي چې د سالنګ په ځینو برخو کې د واورې د کوچونو د راتلو احتمال هم شته. ښاغلی اغا زیاتوي چې د وضعیت تر عادي کېدو پورې به سالنګونه تړلي وي.

د ټولګټو وزارت له هیوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دغې لارې له تګ راتګه ځان وساتي.

اړوند خبرونه