د حماس سیاسي دفتر غړی حسام بدران هیواد ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ويلي چې د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې مقاومت او مبارزه یې ازادۍ ته د دوی ژمنیا او هوډ ریښتینی کوي.
ښاغلی بدران همداشان وایي چې د افغانستان له جهاد او استقامت څخه یې درس اخیستی دی. د حماس د سیاسي دفتر غړی ښاغلی بدران د افغانستان ازادۍ او جهاد ته په نغوتې ویلي: ((افغان مجاهد ولس د دې ښه تجربه لري، په ځانگړې توگه هغه مهال چې له نړیوال اتحاد سره يې له ستړیا او شاتگ پرته شل کاله جهاد او جگړه وکړه، له شک پرته همدې افغاني تجربې د عربي او اسلامي ولسونو د بیدارۍ او د اسلامي امت د راتلونکو بریاوو لپاره درس او زیری درلود.)) دی د هیواد ورځپاڼې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې دا تهاجمي بریدونه یې اوسني او که لا وړاندې ورته چمتووالی موجود وو؛ وایي: موږ له فلسطیني ولس سره د اسراییلو د اشغال او دوامداره وحشت په وړاندې ان له لسيزو خپله مبارزه کوو، له هغې مخکې صهیونیستي بلواگرو لا پخوا هم د فلسطینیانو وژنو او ځورونو ته ملا تړلې وه او د فلسطینیانو تاریخ د یهودي ظلم او وحشت له هغو دردوونکو پېښو، چې نه يې اخلاقي بېلگه شته او نه یې د نړۍ کوم قانون توجیه کولای شي، ډک دی.
د ښاغلي بدران له قوله چې پر فلسطیني بې دفاع ولس ړندې بمبارۍ او بریدنه د نړۍ هېڅ قانون نه شي توجیه کولی. د نوموړي له انده چې اسراییلي اشغالګر خپله ماته د ملکیانو په ټولوژنه کې پټوي.
نوموړي اسراییلو ته د وراوښتو زیانونو په اړه ویلي چې د اسراییلو تلفات له هغو څو چنده دي، چې په رسنیو کې لاس په لاس کېږي. دی زیاتوي: ((له ۱۱۰ ورځو زیات د کتائب القسام په مشرۍ او رهبرۍ فلسطیني مقاومت روان دی او د همدې مقاومت او جگړې په پایله کې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې لسگونه اسرائیلي عسکر مړه او په زرگونو يې ټپیان شوي دي.))
بدران د غزې د تباهۍ او ویجاړۍ په اړه وایي: په تېرو څه کم څلورو میاشتو کې موږ ۲۶زره شهیدان لرو، چې له ۱۰زرو زیات يې ماشومان دي، پر دې سربېره ۷زره لا هم تر خاورو لاندې ورک دي، ۶۰٪ ودانۍ بشپړې ویجاړې شوې دي او له دې هم ځوروونکې يې دا ده، چې په غزه کې خلک له وژونکې لوږې سره لاس او گریوان دي.
په وینا يي؛ د ژوندانه ټولې اسانتیاوې له منځه تللې دي، روغتیايي مرکزونه او روغتونونه ويجاړ شوي دي، جوماتونه وران شوي دي، ښوونیز او تحصیلي بنسټونه ښوونځي او پوهنتونونه له منځه تللي دي.
دی د حماس او حزب الله د موخو په اړوند زیاتوي: له ځینو خپلمنځي اختلافاتو او د هېوادونو تر منځ د بېلابېلو کشمکشونو سره سره، د سیمې هېوادونه او ژوندي ځواکونه لا هم اسرائیل خپل لومړی دښمن بولي او پر دې سربېره په نړۍ او سیمه کې د فلسطین مسله د ټولو خپلواکو هېوادونو او ولسونو لپاره له یو دریځه مطرح کېږي.
ښاغلی بدران پر اسلامي او عربۍ نړۍ غږ کوي؛ تر څو د فلسطین پر ننګه ودرېږي او په غزه کې د اسراییلو د بریدونو په مخنیوي کې برخه واخلي.