ډېر لوستل شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی او پر واقیعتونو ولاړې برخې یې ستایلي دي.

د نړېوال بانک په دې وروستی راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې په وروستۍ نېټه خپور شوی، د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د رامنځته شویو اقتصادي پرمختګونو یادونه پکې شوې ده.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی،  د خوراکي او ناخوراکي توکو بیې لوېدلي، د عواید کچه لوړه شوې او د وارداتو اندازه هم پورته تللې ده.

د راپور له مخې چې دا ددې ښکاروندویه ده چې په افغانستان کې د خلکو د پېر او پلور توان لوړ دی.

بلخوا د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک د راپور په غبرګون کې ویلي چې د راپور هغه برخې چې په واقعیتونو ولاړې دي ستايي او هغه برخې چې له واقیعتونو لیري او بې بنسټه دي، نه مني.

اقتصادي معاونیت په دې اړه په خپره کړې اعلامیه کې د نړېوال بانک په څېر له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې عیني واقعیتونو ته پام وکړي.

اعلامیه کې راځي چې اسلامي امارت پر دې باور دی، که نړېواله ټولنه او مرستندویې ادارې  د تقابل برعکس تعامل ته مخه کړي، بندیزونه لیري کړي، د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په ملاتړ کې برخه واخلي؛ نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخو کې هم په بشپړه توګه پرمختګ کړی وي.

اړوند خبرونه