ډېر لوستل شوي

له ملي دفاع پوهنتون څخه ۲۳۵ تنه منسوبین فارغ شول

د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون له حضرت معاذ ابن جبل ملي پوځي اکاډمۍ څخه پنجشنبه د سلواغې په ۱۲مه شاوخوا ۲۳۵ تنه محصلین فارغ شول.

د دغو محصلینو فراغت غونډه پنجشنبه د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه چې  د ملي دفاع وزیر ترڅنګ ورته د کابینې یو شمېر غړي، دولتي مسوولین او مجاهدین هم وربلل شوي وو.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په خپله وینا کې محصلین خپلو بنسټیزو وجایبو ته راوبلل. نوموړي وویل: تاسو د دې خاورې بچیان یاست او دې خاورې ته به خدمت کوئ، د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنک د خپلو پولو ساتنه به کوئ.

ولس تاسو ته هیله لري، د ملت شتمني پر تاسو لګول شوې او باید خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړئ. ښاغلي مجاهد له دغو فارغینو په کلکه غوښتي چې له قومي، ژبنیو او نژادي تبعیض څخه ځانونه وساتي.

په یاده غونډه کې همدا راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: څنګه چې زموږ تېرو مشرانو قرباني ورکړې، داسې یې باید موږ هم ورکړو او د خپلې خاورې خدمت وکړو. ښاغلي ستانکزي ویلي چې موږ باید ولس راضي کړو، څو دوی موږ سره اوږه په اوږه ودرېږي.

یاده غونډه د ملي دفاع وزیر په لاسونو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړه پای ته ورسېده.

اړوند خبرونه