ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د نږدې دوو میلیونو ډالرو په ارزښت د چرګانو یو فارم جوړ شوی

د ننګرهار ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نږدې دوه میلیونو په ارزښت د چرګانو یو فارم جوړ شوی چې هره میاشت ۶۰۰ زره چرګوړي تولیدوي.

دا فارم د ۱۷ لکه ډالرو په ارزښت د ننګرهار د کانال پر ۱۱۶ جریبه ځمکه د یوه خصوصي سکټور له لوري  جوړ شوی چې ۳۰ زره نسلي چرګان پکې ساتل کیږي او هر میاشت ۶۰۰ زره چرګوړي تولیدوي.

په دغه فارم کې نږدې ۴۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدراعظیم عثماني ننګرهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې ددغه فارم پرانیسته وکړه. ښاغلي عثماني وویل چې دمګړۍ تقریبا هیواد د چرګانو د غوښو او هګیو له پلوه پر ځان بسیا شوی. د نوموړي له قوله چې اوسمهال په هیواد کې تر ۱۰۰۰۰ زیات د چرګانو فارمونه فعال دي او هره ورځ هیواوالو ته غوښه او هګۍ عرضه کوي.

  د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې د مالیې وزارت ویلي و چې د هغو توکو پر واردېدو یې بندیز لګولی چې په هیواد کې دننه تولیدیږي او د هیوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي. وزارت چرګان هم د هغو توکو په نوملړ کې شامل کړي چې په هیواد کې دننه اړتیا پوره کولی شي او له نورو هیوادونو څخه یې واردېدو ته اړتیا نه شته.

اړوند خبرونه