د لوړو زده کړو وزارت وايي چې په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه وزارت نن (شنبه، د سلواغې په ۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پروژې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست شیخ ندا محمد ندیم له خوا پرانیستل شوې.
د لوړو زده کړو وزارت له قوله چې ددې ۱۰ بېلابېلو پروژو په پرانیسته کې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم سربېره د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندزي، د هلمند پوهنتون مشرتابه پلاوي او نوورو مسوولینو برخه اخیستې وه.
د وزارت له قوله چې په دغو پروژو کې د سړکونو هوارولو، د پیاده رونو او ګلدانونو جوړولو، د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا جوړولو، د کتابتون د تجهیز، د دفتري اجناسو د تجهیز، د انجینري او کرنې پوهنځيو، د لابراتواري توکو پلور، د ساختمانونو د ترمیماتو او سمسورتیا، د ساتنې او څارنې پروژې، کمپیوټرخونې او څېړنیز مرکز تجهیز پروژې شاملې وې.
ددغو پروژو په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم د هلمند پوهنتون لپاره دا پروژې مهمې او اړینې وبللې. نوموړي همداشان د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړ.