راپورونه وایي چې په کینیا کې د ګازو د یوې نل لیکې د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.
د کینیا چارواکو ویلي چې دا چاودنه د ګازو په یوه شرکت کې شوې چې دوه تنه پکې مړه شوي او ۲۲۲ نور ټپیان دي.
د کینیا مطبوعاتي مسوولین وایي چې دغه چاودنه تېره شپه په نایروبي ښار کې رامنځته شوې چې د شرکت ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړه کړې ده.
ویل کیږي چې ددغې اورلګېدنې لمبې چټکې وې چې له کبله یې اور په نږدې هټیو او استوګنځیانو کې هم خپور شوی.
د کینیا چارواکي وایي چې د اوروژنې او نورې ژغورنکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلې او نږدې ۳۰۰ تنه یې روغتونونو ته لېږدولي.