ډېر لوستل شوي

تېرو ۹۰ کلونو کې په لومړي ځل د طبیعي علومو نړیوال ژورنال انلاین شو

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو  نړیوال ژورنال تر ۹۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره پرلیکه(انلاین) شو.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ویلي چې کابل پوهنتون په ۹۰ کلن مزل کې په لومړي ځل د طبيعي علومو نړۍوال ژورنال خپور کړ او د (ګوګل سکالر) په لړلیک کې شامل شو.

د کابل پوهنتون مسوولین وایي چې ددې ژورنال په لومړۍ انلاین ګڼه کې د کرنې او ټکنالوژۍ د

برخې د پینځو کورنیو او بهرنیو لیکوالانو مقالې خپرې شوي.

کابل پوهنتون تر دې دمخه له نږدې اتو لسیزو راهسې ( د کابل پوهنتون علمي مجلې) یوه مجله خپروي چې ګڼې علمي او څېړنیزې مقالې پکې خپرېږي.

یاد پوهنتون په دې وروستیو کې د طبیعي او ټولنیزو علومو په نامه دوې جلا مجلې هم راویستي او نړیوال انلاین ژورنال یې هم خپور کړی.

د کابل پوهنتون رهبري ژمنه کوي، د څېړنو او نوښت معاونیت له لارې به دا لړۍ غځوي او هیله یې دا ده چې د طبیعي علومو دا نړیوال انلاین ژورنال د نړۍ په معتبرو علمي ژورنالونو کې غوره ځای خپل کړي.

اړوند خبرونه