د پاکستان د لنډمهالي حکومت کابینې د شاوخوا یو اعشاریه درې میلیون افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.
د یاد هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا افغانان کولی شي چې د ۲۰۲۴ عیسوي کال تر مارچ پورې په هغه هیواد کې واوسي.
پاکستانۍ رسنۍ وایي چې اسلام اباد دا کار د افغان حکومت په غوښتنه کړی.
یاد هیواد د ۲۰۲۳ عیسوي کال د اکتوبر په لومړیو کې ټولو ناقانونه کډوالو ته اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې دا هیواد پرېږدي. دوی ګواښ کړی و چې که ناقانونه کډوال ونه وځي، په زور به وشړل شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه تر نیم میلیون زیات افغانان له هغه هیواده راوتي او دا لړۍ لا هم روانه ده.