ډېر لوستل شوي

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه څه باندې ۶۰ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت په خپلې رسمي اېکسپاڼې لیکلي چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۱ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.

ملي دفاع وزارت نن دوشنبه (د سلواغې ۱۶مه)  په خپل اېکس لیکلي:((دغه منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ییزو تامیناتو له مسلکي کورسونو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.))

مسوولینو یاد فارغان خپلو مسوولیتونو ته راوبلل او د اطاعت اړوند یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

بل پلو، نویو فارغانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د چوپړ وړاندې کولو ژمنه کړې او هر ډول سرښندنې ته یې د چمتووالي ویلي دي.

د دې مراسمو په پای کې فارغانو ته بري لیکونه هم ووېشل شول.

اړوند خبرونه