په بیجېنګ د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې په هغه هیواد کې یې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده.
په بیجېنګ کې د افغانستان لوی سفارت دا خبر نن دوشنبه(د سلواغې په ۱۶مه) په خپل اېکس خپور کړ.
افغان سفارت ویلي چې په دغه هیواد کې یې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ورکړې دا لړۍ له پرلپسې هڅو وروسته پیل کړه.
بیجېنګ کې افغان سفارت زیاته کړې چې په شرايطو برابر هیوادوال کولی شي، له سفارت څخه نوی پاسپورټ ترلاسه کړي.
د دې سفارت مسوولینو ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې سفارت پوره پوره هڅه کړې چې خپلو هیوادوالو ته غوره کونسلي چوپړونه وړاندې کړي او د خپلو امکاناتو په شتون کې ورته اسانتیاوې چمتو کړي.
په بیجېنګ کې د افغانستان لوی سفارت دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې تېره سه شنبه د چین ولسمشر شي جین پینګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي مولوي اسدالله بلال کریمي باور لیک ومانه