ډېر لوستل شوي

ګاما شرکت افغانستان کي د ريل پټلۍ په برخه کي پانګونه کوي

د ګاما نړیوال ساختماني او سواګریز شرکت اجرائیوي کمېټې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې له مشر ملا بخت الرحمن شرافت سره په کتنه کې ویلي چې شرکت یې تمه لري، افغانستان کې د کانونو د استخراج په بدل کې د ریل پر پټلۍ پانګونه وکړي. 

د وسپنې پټلۍ ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغې پانګونې سره به هرات، نیمروز، کندهار، او نور څنګلوري ولایتونه له چابهار سوداګریز بندر سره ونښلول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي شرافت د افغانستان اقتصادي سکټور د پرمختګ لپاره د ګاما شرکت پانګونه مهمه بللې او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وسپنې پټلۍ ادارې تر دې وړاندې ویلي و  چې د ریل پټلۍ له لارې یې بهر ته صادرات زیات شوي دي.

د وسپنۍ پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملابخت الرحمن شرافت له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې هڅې کوي، څو د هیواد ټول ولایتونه د ریل پټلۍ له لارې ونښلول شي.

د ښاغلي شرافت په وینا چې اوسمهال نږدې ۲۰۰ کیلومټره ریل پټلۍ هیواد کې فعاله ده او تمه ده په ټول هیواد کې دا کچه تر ۵۰۰۰ کیلومټرو پورې وغځوي.

ښاغلي شرافت همداشان ویلي چې په روان کال کې یې د اندخوی او آقینې پروژې ریل پټلۍ نیمګړې چارې بشپړې کړي او همداشان د قوش تیپې کانال پر سر د ریل پټلۍ پروژه پای ته رسېدلې چې ژر به پرې انتقالات پیل شي.

اړوند خبرونه