د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې مېشتې (یور اسیا نېټ) خپلواکې رسنۍ راپور ورکړی چې اسلامي امارت د تاجکستان د برېښنا ټول پورونه پرې کړي دي.
راپور د تاجکستان د انرژۍ او اوبیزو سرچینو د وزیر له خولې لیکلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د دوی پورونه ورکول شوي دي.
د تاجکستان د انرژۍ وزیر وایي چې دا پور ورته په یوه ځل نه، په څو دمو کې ور ادا شوی دی.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې د دې پورونو ټولټال ارزښت څومره و؟
راپور زیاته کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې تاجکستان افغانستان ته د ۱۱۰ اعشاریه ۴ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت برېښنا ورکړې وه چې دا د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالي ښيي.
ددغه راپور په تړاو تر دې دمه د افغانستان اسلامي امارت چارواکو او یا هم برېښنا شرکت مسوولینو څه نه دي ویلي.