ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک: د افغانیو د ټیکاو او ارزښت لوړونې په موخه هڅې روانې دي

د افغاستان بانک مسوولین وایي چې دوی د افغانیو د ټیکاو او ارزښت خپلونې هڅې ګړندۍ کړي؛ څو افغانۍ خپل ارزښت لا پیاوړی وساتي.

دا څرګندونې د افغانستان بانک مسوولینو پکتیا کې د یوې لویې غونډې پرمهال کړي دي.

بل پلو، د پکتیا ولسونه خوښ دي چې د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی. دوی له دولت څخه هیله کوي؛ تر څو افغاني بانکنټونونه د سوداګرو په واک کې ورکړل شي او یاد بانکنوټونه لا ډېر بازار ته وړاندې شي.

ویل کیږي چې افغانستان بانک په پکتیا کې د خپلو لاسته راوړنو په پار لویه غونډه رابللې وه. مسوولینو ویلي چې د افغانیو د ټیکاوخپلونې او باارزښته کولو بېلابېل پروګرامونه پلي کوي؛ څو افغانۍ لا باارزښته شي.

په نوموړې غونډه کې د افغانستان بانک عمومي مشر مولوی هدایت الله بدري وویل چې د بېکارۍ کچې د کمونې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د پور ورکولو یو پروګرام هم پیلوي.

ورته مهال د پکتیا صرافان له افغان دولته خوښ دي چې هیواد کې یې د نورو هیوادونو د اسعارو د کارونې مخه نیولې او افغانۍ یې باارزښته کړې ده.

د بریالي په نوم یو صراف چې د پکتیا اوسېدونکی دی، امید راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل: افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې باارزښته شوې او همدا سبب دی چې په بازارونو کې د خوراکي او ناخوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ډالرو ارزښت د افغانیو پر وړاندې لوړ شوی. نن سبا یو ډالر په شاوخوا ۷۳ افغانۍ پلورل کیږي.

اړوند خبرونه