ملګري ملتونه وايي چې بریتانیا او ایرلنډ په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره شاوخوا ۳۶،۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې دا مرستې به په دوو میلیونوو کسانو ووېشل شي چې یو میلیون کسانو ته به پرې خوراکي توکي راونیول شي او پاتې کسانو ته به نغدي پیسې ورکول شي.
د منځني ختیځ او د سویلي اسیا لپاره د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر طارق احمد ددې مرستو په تړاو ویلي چې د انګلستان دا مرستې به په سږني ژمي کې شاوخوا دوه میلیونو افغانانو ته ورسیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې برېتانیا له تېرو دوو کلونو راهیسې د خوړو د نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۲۰۹ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.
تر بریتانیایې وړاندې المان او چین هم له افغانستان سره د بشري مرستو د ورکړې خبر ورکړی وو.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ عیسوي کال کې یې له نږدې ۱۸میلیونو تنو سره په افغانستان کې مرسته کړې ده.