ډېر لوستل شوي

ترکمنستان کې افغان سفیر د روسیې د سوداګرۍ فدراسیون له رئیس سره کتلي

ترکمنستان کې د افغانستان سفارت په خپل اېکس لیکلي چې سفیر فضل محمد صابر د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د روسیې سوداګرۍ فدراسیون د استازولۍ له رئیس الکساندر الیزاروف سره کتلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې پر پانګونې، اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکو خبرې اترې کړي دي.

په دې کتنه کې الکساندر الیزاروف ویلي، ګڼ شمېر روسي شرکتونه چمتو دي چې د افغانستان مارکېټ ته لار ومومي او په افغانستان کې پر ټولګټو پروژه پانګونه وکړي.

په یاده ناسته کې افغان سفیر فضل محمد صابر ویلي چې افغان دولت د بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کوي.

ښاغلي صابر ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په هیواد کې د هر ډول سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کړی او د سر و مال ساتنه یې کوي.

د روسیې سوداګرۍ فدراسیون د استازولۍ رئیس الکساندر الیزاروف په داسې حال کې په افغانستان د پانګونې لېوالتیا ښيي چې تر دې دمخه هم د نړۍ ګڼو هیوادونو، کوچنیو او لویو شرکتونو هم په افغانستان کې د پانګونې په پار لېوالتیا ښودلې ده او ځیني یې عملا خپلې چارې پیل کړي دي.

اړوند خبرونه