د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تېرو دوو کلونو کې په هیواد کې د نږدې شپږ عشاریه پنځه میلیونه سیم کارتونو د قانوني ثبت خبر ورکړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، په تېرو دوو کلونو کې په ټول هیواد کې نږدې دوه اعشاریه درې میلیونه نوي سیم کارتونه هم وېشل شوي دي.
نوموړی وایي چې د هیواد په لرو پرتو سیمو کې هم د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له لوري د سیم کارتونو د اخیستنې او ثبتونې مرکزونه ایجاد شوي.
ښاغلی الکوزی وړاندې وایي:((په تېرو دوو کلونو کې د هیواد په لرو پرتو سیمو کې شاخوا شپږ نیم میلیونه سیمکارتونه وېشل شوي. دا سیمکارتو د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو دي او دوی ته سپارښتنه شوې چې د هرې میاشتې د پلورل شویو سیمکارتونو مالومات دې له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره شریک کړي.))
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی څرګندوي چې اوسمهال د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو فعال مرکزونه او څانګې شته. همداراز اوس د سیمکارتونو پېردونکي کولی شي چې د برېښنایي پېژندپاڼې او یا پاسپورټ په نه شتون کې د یوه ضامن په مټ هم سیمکارت ترلاسه کړي.
نوموړی زیاتوي: هر څوک چې برېښنایي پېژندپاڼې ولري، له څلورو تر پنځو سیمکارتونه لاسته راوړلی شي. دمګړۍ پنځه فعالې مخابراتې شبکې لرو، نو په دې بنسټ یو تن له ۲۰-۲۵ سیمکارتونه ترلاسه کولی شي.
د کابل ښاریان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له بهیره خوښ دي او له یاد وزارت هیله کوي چې په لرو پرتو سیمو کې دې د سیمکارتونو په ورکړه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې داسې ګونګوسې وې، ګوندې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د سیمکارتونو د ورکړې لړۍ ستونزمنه کړې ده.
دغه وزارت ولس ته د دولت د حساب ورکوونې په پروګرام کې ویلي و چې په هیواد کې یې د ناقانونه سیمکارت پلورنې ۹۸ سلنه مخه نیولې ده.