ډېر لوستل شوي

پاکستان کې یوې چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې چاودنې ۱۴ تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ تنو نورو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 ویل کیږي چې دا چاودنه کویټې ته نږدې په پښین ښار کې د پارلماني ټاکنو د یوه نوماند په دفتر شوې ده. په خبر کې نه دي ویل شوي چې  دا چاودنه د کوم نوماند پر ټاکنیز دفتر شوې، خو یو شمېر خبریالانو لیکلي چې د برید موخه د اسفندیار کاکړ په نوم د یوه خپلواک کاندید دفتر و.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د بلوچستان ایالت د مطبوعاتو د ویاند جان اڅکزي په قول ویلي چې په دې برید کې شاوخوا ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اڅکزی زیاتوي چې ددې چاودنې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او ښایي د مړینې کچه لوړه شي.

ددې برید مسوولیت لا هېڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په پښین ښار کې دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تمه ده سبا(د فبروري په اتمه) په دغه هیواد کې سرتاسري ټولټاکنې ترسره شي.

اړوند خبرونه