د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ احمدضیا تکل په خپل اېکس لیکلي چې وزیر مولوي امیرخان متقي د ازبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره لیدلي او پر سوداګرۍ، ټرانزېټ، وارداتي برېښنا او نورو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
حافظ احمدضیا تکل وړاندې لیکلي چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو پر تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ، د وارداتي برېښنا پر لېږد او خپلمنځي اړیکو خبرې اترې وشوې.
په یاده کتنه کې همدارنګه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له ښاغلي سفیر سره د افغان سوداګرو ټرانسپورټي ستونزې شریکې او د هوارۍ غوښتنه یې ترې وکړه. مولوي متقي زیاته کړه، که افغان سوداګرو ته په وخت ویزې ورکړل شي، دا به دوه اړخیزه سوداګرۍ لا پیاوړې او د دواړو هیوادونو په ګټه به وي.