د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت اړوند د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ د دویمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې څخه ۱۲۸ تنه امارتي کارکوونکي فارغ او بري لیکونه یې ترلاسه کړل.
ددې کارکوونکو په فراغت غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي سربېره، د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل، رئيسانو ددغه انسټیټیوټ استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې سپارښتنې وکړې او د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ پر اهمیت، اړتیا، د بهرنیو چارو وزارت پر وروستیو لاسته راوړنو، ډیپلوماټيکو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر سیاست یې وینا وکړه.
د ډيپلوماسۍ انسټيټیوټ رئيس مفتي نور الله عزام هم د یاد نسټیټیوټ موخې، روان فعاليتونه او راتلونکي پروګرامونه تشریح او د ډيپلوماسۍ انسټیټيوټ اهمیت یې روښانه کړ.
په دې دوره کې د ۲۲ دولتي اداردو کارکوونکو ګډون کړی وو چې په پای کې بري لیکونه هم ورته ووېشل شول.