د پاکستان د ټولټاکنو بهیر نن (پنجشنبه) سهار اته بجې پیل شوی، خو د یاد هیواد په ځینو ټاکنیزو مرکزونو د بریدونو راپورونه ورکول شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ وایي چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ناپېژانده وسله والو پر ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي او د ملکیانو په ګډون یې نږدې لسو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې، دا بریدونه د پارلماني ټاکنو له پیل یو ساعت وروسته په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
ځایي چارواکو رسنیو ته منلې چې د بلوچستان په کچ سیمه کې د ټاکنو په یوه مرکز کې درې ماموران په نښه شوي. همداشان په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه موټر برید شوی چې ۷ تنه پولیس یې مړه او ټپیان کړي.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي چې د رایې اچونې پروسه یې د سهار له اتو بجو پیل کړې او د ماښام تر پینځو بجو به دوام ومومي. بلخوا، ویل کیږي چې لا هم په ځینو سیمو کې ټاکنیز دفترونه تړلي پاتې دي.