راپورونه وايي چې د پاکستان په ډېریو ټاکنیزو مرکزونو کې د رایې اچونې بهیر درول شوی او د رایو شمېرنه پیل شوې ده.
بل پلو، داسې ویل کیږي چې لا هم په ځینو مرکزونو کې رایه اچوونکي په کتارونو کې ولاړ دي او غواړي د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
د یاد هیواد کورنیو چارو وزارت لا له وړاندې د درغلیو او ناامنیو د مخنیوي په موخه په کوردننه ټیلیفونې شبکې تړلې وې. دغه راز، دغه هیواد پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې د یوې ورځې په مخه به له افغانستان او ایران سره خپلې پولې وتړي.
یاده دې شي چې د پاکستان ټولټاکنې له امنیتي پېښو سره ملې وې او د نننیو ټولټاکنو له پیل سره سم پر ځینو ټاکنیزو مرکزونو بریدونه وشول.