د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون وایي چې نن سهار اته بجې (د فبروري په اتمه) په ټول هیواد کې د ټاکنو بهیر شو. ددغه کمیسیون له قوله چې رایه اچوونکي د سهار له اتو د ماښام تر پینځو بجو د رای اچونې مرکزونو ته تللی شي.
بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي ستونزو د کمښت په خاطر یې د هیواد دننه ټیلیفوني شبکې تړلي دي. پر دې سربېره یاد هیواد بېګاه(د سلواغې په ۱۸مه) وویل چې د امنیت د ډاډ په موخه به د یوې ورځې په مخ له افغانستان او ایران سره خپلې ټولې پولې وتړي.
په پاکستان کې نننۍ ټولټاکنې په داسې حال کې کیږي چې پرون په بلوچستان ایالت کې د دوو کاندیدانو پر دفترونو چاودنې وشوې چې نږدې ۳۰ تنه پکې مړه او ۴۰ نور ټپیان شول.
د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون ویلي چې نږدې ټولو مرکزونو ته یې ټاکنیز توکي رسولي او ټولټاکنو ته چمتو دي.
ددغه کمیسیون په قول چې سږنیو ټاکنو کې ۲۶۰ میلیونه تنه رایه ورکولی شي چې له ډلې یې ۱۲۰ میلیونو کسانو له وړاندې نوملیکنه کړې ده.