ډېر لوستل شوي

د روسیې د ولسمشر سلاکار د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره کتلي

د روسیې د ولسمشر سلاکار روسلان ادلګریف کابل ته په خپل سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره لیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ښاغلي عزیزي او ښاغلي ادلګریف د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو، ترجیحي تعرفو، اسلامي بانکوالۍ، د ګډ اقتصادي کمېسیون پر بیا پېل، په افغانستان کې د روسیې پر پانګونې او په مسکو کې د افغانستان د دایمي سوداګریز مرکز په جوړولو بحث او خبرې کړې دي.

په دغه کتنه کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم شتون درلود چې اسلامي امارت ته د «د روسیې نړۍوال اقتصادي مجمع – اسلامي نړۍ» په پنځلسمې غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړل شوه.

د روسیې د ولسمشر سلاکار روسلان ادلګریف داسې مهال د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره کتلي چې ننګرهار نن د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کوربه و.

اړوند خبرونه