د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي چې د رایې شمېرنې پروسه نږدې بشپړه شوې؛ خو هېڅ ګوند غوڅ اکثریت څوکۍ نه دي ترلاسه کړي او ښایي ائتلافي حکومت جوړ شي.
د ټاکنو پایلې ښیي چې د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو د پارلمان ۹۸ څوکۍ ګټلي، په داسې حال کې چې د نوازشریف مسلم لیګ ګوند ۶۹ او د بلاول بوټو زراري ګوند ۵۱ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف ته دنده سپارلې چې له ګټونکو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت پر جوړېدو خبرې اترې وکړي.
نواز شریف چې درې ځلې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، وړاندې یې د ائتلافي حکومت جوړېدل رد کړي وو.
داسې ویل کېده چې مسلم لیګ او پیپلز ګوندونه به په سږنیو ټاکنو کې تر نورو مخکښان وي، خو د تمې خلاف د تحریک انصاف ګوند نوماندانو تر نورو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې.
لا هم څرګنده نه ده چې ائتلافي حکومت کې به د کوم ګوند ونډه زیاته وي او جوړښت به څه ډول وي.
د پاکستاني تلوېزیوني چینل جیو نیوز د خبر له مخې د پاکستان د ملي اسامبلۍ له ۲۶۶ څوکیو څخه د عمران خان ملاتړو ۹۸ څوکۍ، د مسلم لیګ نواز ګوند ۷۲ او پیپلز ګوند بیا ۵۲ څوکۍ ګټلې دي.
د پاکستان عمومي ټولټاکنې تېره پنجشنبه (د فبروري په اتمه) ترسره شوې چې له امنیتي ګواښونو سره ملې وې.