ملي دفاع وزارت نن ( یکشنبه، سلواغې ۲۲مه) په خپله رسمي اېکسپاڼه لیکلي چې ۷۶ تنه ځوان منسوبین د مخابرې او ټکنالوژۍ له ریاست څخه فارغ او چوپړ ته وړاندې شول.
د دغو منسوبینو په فراغتغونډه کې د ملي دفاع وزارت چارواکو، دولتي مسوولینو، مجاهدینو او نورو برخه اخیستې وه. ملي دفاع وزارت لیکي چې دا فارغان د مسلکي زده کړو دویمه دوره وه چې نن یې فراغتغونډه ترسره کیږي.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع سرمفتش مفتی لطف الله حکیمي فارغانو ته په خبرو کې ویلي چې د ادارو اسرار پټ وساتي او د اداري چارو محرم اسناد دې نورو ته نه ښکاره کوي.
همدا راز د مخابرې او ټکنالوژۍ ریاست رئیس مولوي صلاح الدین خویدم وویل چې ځوان منسوبین باید خپلو چارو ته پاملرنه وکړي او په خپلو کارونو کې دې بې پروایي نه کوي.
یاده دې شي چې ددې غونډې په پای کې فارغینو ته بري لیکونه هم ووېشل شول.