ډېر لوستل شوي

د ګمرکونو لوی ریاست لپاره د کنټرول خونې د جوړولو پروژه پیل شوه

د مالیې وزارت اړوند ګمرکونو لوی ریاست د هیواد د ګمرکونو د ښه څار او روڼتیا په موخه د یوې کنټرول خونې د جوړونې چارې پیل کړې.

 د یادي پروژې په پرانيستغونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید او یو شمېر نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې د کنټرول له دې خونې سره به د هیواد ټول ګمرکونه د پرمختللو کامرو په وسیله ونښلول  شي او د هر ګمرک اړوندې چارې به په پلازمېنه کابل کې ددې خونې له لارې په دقیق ډول څارل کیږي.

د ګمرکونو د کنټرول خونې دا پروژه د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې چې چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي. دغه راز په دغه پروژه کې د کنټرول خونې د ودانۍ سربېره د عصري برېښنایي وسایلو او پرمختللو کامرو فعالول هم شامل دي.

ویل کیږي چې ددغې کنټرول خونې په فعالیت سره به د ګمرکونو په چارو کې لا ډېره روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي، د قاچاق او د توکو د ناقانونه لېږدونې لارې به وتړل شي او د ګمرکونو په عوایدو کې به لا زیاتوالی راشي.

اړوند خبرونه