ډېر لوستل شوي

له ګوانتانامو زندانه د افغان حکومت دوه وروستي بندیان هم ازاد شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې له ګوانتانامو زندانه د افغان حکومت دوه وروستي بندیان هم ازاد شوي دي.

ښاغلي قانع په خپل اېکس لیکلي چې دغه ازاد شوي زندانیان ملا عبدالظاهر صابر او حاجي عبدالکریم نومېږي چې سبا (دوشبنه، سلواغې ۲۳مه) به سهار کابل ته راورسیږي.

ملا عبدالظاهر صابر په ۲۰۱۷ کال کې له ګوانتانامو زندانه ازاد او عمان هیواد ته ولېږدول شو؛ خو نورو هیوادونو ته یې په تګ راتګ بندیز لګېدلی و. د اسلامي امارت په هلو ځلو پر نوموړي لګېدلي بندیزونه نرم او هیواد ته راوبلل شو. د مفتي قانع د مالوماتو په اساس ملا عبدالظاهر اصلا د لوګر ولایت د مرکز اړوند په حصارک کلي پورې اړوندیږي.

دویم زنداني حاجي عبدالکریم د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ څخه دی چې په ۲۰۰۲ کې پاکستاني حکومت ونیو او امریکایي اشغالګرو ته یې وسپاره. نوموړي هم ۱۴ کاله په ګوانتانامو کې تېر کړل چې وروسته عمان ته ولېږدول شو او د هر ډول تګ راتګ بندیز پرې ولګېد. نوموړی هم د اسلامي امارت په هڅو ازاد او هیواد ته د راتګ بلنه ورکړل شوه.

اړوند خبرونه