ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت پلاوي د ازبکستان د سرحدونو له عمومي قومندان سره کتلي

ملي دفاع وزارت نن یکشنبه ( د سلواغې په ۲۲مه)  په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت یوه پلاوي د ازبکستان هیواد د سرحدونو له عمومي قومندان سره کتلي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي چې افغان پلاوي د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قوماندان ملا رحمت الله  محمد په مشرۍ د ازبڪستان هیواد د سرحدونو له عمومي قوماندان حسن اوف سلیم جان او  مله پلاوي سره د ازبڪستان  په صفري نقطه کې کتلي.

د ملي دفاع وزارت له لوري تللي پلاوي له ازبکستاني لوري سره د سرحد اړوندو ستونزو په تړاو خبرې کړي دي.

ورته مهال دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د همغږۍ پر زیاتوالي او ګډې همکارۍ ټینګار کړی.

اړوند خبرونه