یوې نسبتا ځواکمنې زلزلې د افغانستان او پاکستان ګڼې برخې لړزولي دي.
دا زلزله نن شپه (یکشنبه، د سلواغې په ۲۲مه) رامنځته شوې ده چې د هند د زلزلې ثبتونې مرکز یې ځواکمنتیا د ریختر په کچه ۵.۳ ښودلې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې دې زلزلې د دغه هیواد ځینې برخې لړزولې دي.
تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا د زلزلې پېژندنې اداره وایي چې ددې زلزلې اصلي موقیعت د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و.