ډېر لوستل شوي

ټولګټو وزارت: سږکال د څه باندې ۱۷۰ پروژو کارونه روان دي او د ځینو چارې یې بشپړې شوي

ټولګټو چارو وزارت وايي چې روان ۱۴۰۲ کال په ټول هیواد کې د سړکونو، لویو لارو د رغونې، ساتنې او څارنې، اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو په برخه کې د ۱۷۳ پروژو کارونه روان دي چې د ځینو پروژو کارونه یې بشپړ شوي هم دي.

 د ټولګټو وزارت له قوله چې په دغه پروژو کې ۱۵زره او ۱۷ تنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

وزارت وایي چې په دغو پروژو کې د کابل ـ کندهار لويې لارې د بیارغونې، کندهارـ هرات، غور ـ هرات، کندهار ـ ارزګان لويې لارې د رغونې، د سالنګونو لویي لارې د اساسي رغونې او د ځینو نورو لارو د ترمیم او بیارغونې چارې شاملې دي.

د ټولګټو وزارت مسوولین همداراز زیاتوي چې په ټول هیواد کې د سړکونو د ساتنې او څارنې د ۱۰۹ پروژو کار پیل شوی چې د ۷۶ پروژو لګښت یې له پراختیايي او د ۳۳ نورو یي له عادي بودیجې څخه ورکول کېږي.

 د ټولګټو وزارت د مالوماتو په اساس په دغو پروژو کې ۲۵ لوی پلونه او ګڼ نور کوچني پلونه شامل دي.

اړوند خبرونه