ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د اقلیم بدلون درې ورځنی نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون درې ورځنی نړیوال کنفرانس چې د کابینې غړو، د پوهنتونونو استادانو، کورنیو او بهرنیو څېړونکو او نورو پکې برخه اخیستې وه؛ پای ته ورسېده.

دغه کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت په نوښت جوړ شوی و چې د ۱۱ بهرنیو څېړونکو سربېره پکې ۲۲۰ تنو څېړونکو او کارپوهانو ګډون کړی وو.

مسوولین وایي چې د دغه کنفرانس د چمتووالي  موخه دا ده، تر څو نړیوالو ته وښودل شي چې افغانستان د صنعتي او پرمختللو هیوادونو له لوري د اقلیم بدلون برخه کې څومره زیان لیدلی دی.

بل پلو، له بهره راغلي څېړونکي د دغه کنفرانس پر جوړېدو خوښ وو او په وینا یې چې نړیوالو ته به د دغه کنفرانس پیغام رسوي. ددې کنفرانس پر لومړۍ ورځ د بریتانیا پوهنتون یوه استاد او څېړونکي جوناتن نیل وویل: لسیزو جګړو د افغانستان اقلیم ځپلی او دا هیواد باید د اقلیمي بدلونونو قرباني نه شي. نیل وړاندې ویل چې له افغانستان سره مینه لري، ځکه یې د افغانستان د اقلیم بدلون په تړاو یو کتاب هم لیکلی.

ددې کنفرانس پر لومړۍ ورځ(شنبه، سلواغې ۲۱مه) د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سربیره د کابینې ګڼو غړو ویناوې وکړې. د کابینې غړو په خپلو خبرو کې صنعتي او پرمختللي هیوادونه د اقلیمي بدلون اصلي عاملین وګڼل او د افغانستان د اقلیم بدلون د تاوان غوښتنه یې وکړه.

د کنفرانس په دویمه ورځ د بېلابېلو څېړونکو او لیکوالانو له خوا نږدې ۱۰۰ مقالې واورول شوې. همداشان د دې کنفرانس د وروستۍ ورځ پرېزنټېشنونه د کوز کونړ ولسوالۍ په ډاکټر تیڅو ناکامورا پارک کې ګډونوالو ته وړاندې شول.

د کنفرانس د علمي بورډ غړی پوهندوی دوکتور عصمت الله درانی وایي، له دغې کنفرانس یې ښې پایلې تر لاسه کړې او نړیوالو ته به وښودل شي چې د صنعتي هېوادونو د زیان رسوونکو ګازونو له کبله د افغانستان هوا ککړه شوې او د اقلیم بدلون برخه کې یې ستر زیان لیدلی دی.

دغه شان د دې کنفرانس له لارې پر نړیواله ټولنه غږ وشو چې د صنعتي هېوادونو د روان ظلم مخه دې ونیسي او افغانستان ته د رسیدلي زیان تاوان دې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د اقلیم بدلون له خورا ویجاړونکي حالت سره مخېدونکی دی.

ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ سره مخ دی.

اړوند خبرونه