ډېر لوستل شوي

امریکا له اسراییلو، اوکراین او ټایوان سره ۹۵ میلیارده ډالره مرسته تصویب کړه

د امریکا سنا جرګې د ۹۵ میلیاردو ډالرو مرستې کڅوړه تصویب او کانګرس ته یې وړاندې کړه.

رویټرز ویلي چې د امریکا کانګرس پرون (دوشنبه، سلواغې ۲۳مه) د ۶۶ موافقو او ۳۳ مخالفو رایو په ورکړې اسراییلو، اوکراین او ټایوان ته د۹۵،۳۴ میلیاردو ډالرو مرسته تصویب کړه.

ویل کیږي چې د مرستو دا بودیجه به سبا چهارشنبه کانګرس ته وړاندې شي.

واشنګټن له تېرو دوو کلونو (روسیې-اوکراین کړکېچ) راهیسې د کییف ملاتړ کوي او د هر ډول وسلو سربېره یې مالي ملاتړی هم دی. دغه راز کییف ته لوېدیځ وعده ورکړې چې په اروپایي اتحادیه کې به یې د یوه غړي په توګه مني.

همدارنګه د حماس ځواکونو له بریدونو سره سم واشنګټن له تل ابیب سره په میلیاردونو مرستې کړي او همداراز یې دوی ته سلګونه لوی او کوچني پوځي موټرونه په واک کې ورکړي.

واشنګټن د ټایوان نړیوال ملاتړی دی. په سږنیو ټاکنو هم لوېدیځ ته نږدې کس ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او دغه راز  دې هیواد ته ګڼې وسلې عرضه کوي.

اړوند خبرونه