د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت نن (سه شنبه، سلواغې۲۴مه) سهار په خپل اېکس ولیکل چې د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۴۵ تنه ځوان منسوبين فارغ او چوپړ ته وړاندې شوي دي.
دا ۴۵ تنه ځوان منسوبین د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو د تعلیماتو او پرسونل معاونیت د جګړه ییزو زده کړو له قومندانۍ څخه فارغ شول.
یادو منسوبینو د ګډو زده کړو قوماندانۍ د مخابري، روغتیا او د نقلیه وسایطو د ساتنې او څارنې دوه میاشتنی مسلکي کورس بشپړ او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسوولینو یادو فارغینو ته په وینا کې ویلي چې د خپلو مشرانو بشپړ اطاعت او خپلو چارو ته پوره پاملرنه وکړي.
یادو فارغینو ژمنه کړې چې د نظام په ساتنه کې به ونډه اخلي او د هیواد په ګوټ ګوټ کې چوپړ ته چمتو دي.