د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن (چهارشنبه، د سلواغې ۲۵مه) د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، د دوحې پر راتلونکې ناستې او د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې وشوې.
په پیل کې د روسیې سفیر د دوحې ناستې په تړاو د امارت د دریځ په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه، ترڅو د دوحې ناستې په لړ کې د مولوي امیرخان متقي لیدنې کتنې تنظیم شي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نږدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی.
ښاغلي متقي وویل، که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د سلا مشورو موقع برابرېږي؛ نو اسلامي امارت به د دوحې په ناسته کې په ښه ډول ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره دی. د ښاغلي متقي په قول چې په دې تړاو د دوحې ناستې له ګډونوالو سره په خبرو اترو بوخت دي.
د روسیې سفیر وویل چې د افغانستان د حکومت دریځ یې درک کړی او له مسکو سره به یې شریک کړي.