ډېر لوستل شوي

افغان او ایراني سرحدي ځواکونو په اسلام کلا بندر کې د همغږۍ ناسته وکړه

افغان او ایراني ځواکونو پرون(سه‌شنبه، سلواغې ۲۴مه) د هرات په اسلام کلا بندر کې د همغږۍ ناسته کړې ده.

‏د افغانستان او ایران سرحدي ځواکونو په اسلام کلا کې پر سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ورته نورو مسایلو غږېدلي دي.

یاده ناسته د هرات ولایت د کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷  الفاروق قول اردو د پینځمې سرحدي لوا قوماندان برید جنرال محمد رحيم خادم په مشرۍ ترسره شوه چې د ایران لوري د سرحدي ځواکونو مرستيال محمد رضا بیات او د يادو سرحدي ځواکونو لومړی مرستیال سرهنګ شيدا هم پکې ګډون درلود.

په دغه دوه اړخيزه ناسته کې د دواړو  ګاونډیو هیوادونو د سرحدي همکاریو پر لا زیاتوالي او د سرحدي ستونزې پر هوارۍ خبرې اترې وشوې.

د اسلامي امارت سرحدي مسوولینو ایراني لوري ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د غوره اړیکو پر پاللو یې ټینګار کړی.

ورته مهال ایراني پلاوي هم د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو د همکارۍ څخه خوښي ښودلې ده او د همکاریو د لا زیاتوالي خبر یې ورکړی.

اړوند خبرونه