ډېر لوستل شوي

خوړو او درملو ادارې ۴۰۰ ډوله بېلابېل تاریخ تېري توکي وسوځول

د خوړو او درملو  ملي ادارې څه باندې ۲۰ ټنه تاریخ تیري او بې کیفیته خوراکي توکي چې ټولټال ۴۰۰ قلمه کېدل، سوځولي دي.

د چارواكو په وينا، تېر كال دغه رياست له ۱۶ سوه ټنو څخه زيات بې كيفيته او تاریخ تېري خوراکي توکي سوځولي وو او سږ كال يې له مركز او ولايتونو څخه څه باندې اته سوه ټنه خوراکي مواد راټول او وسوځول.

چارواکي زیاتوي چې دغه اداره توانېدلې چې په هر ولایت کې یو خپلواک امریت رامنځته کړي.

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په پام کې لري چې تر راتلونکي لمریز کال پورې په هېواد کې د حلال او حرامو توکو د کشف یو مرکز جوړ کړي چې د اسلام د سپیڅلي دین له معیارونو سره سم به خپلې چارې پرمخ بیایي.

د افغانستان د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر وايي، دې ادارې تېر کال ١٦٥٠ ټنه مواد سوځولي و او سږ کال يې ٨٥٥ ټنه تاريخ تېر مواد سوځولي دي.

نوموړی زياتوي، چې په راتلونکي لمريز کال کې به د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو، درملو او خامو موادو څلور لابراتوارونه جوړ شي چې لګښت يې له ملي بودجې څخه ورکول کېږي.

د خوړو او درملو د ملي ادارې چارواکي زیاتوي چې د خوراکي توکو د خوندیتوب په څانګه کې شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکي په کار بوخت دي او له ټولو هېوادوالو یې غوښتي چې د درملو او بې کیفیته خوراکي توکو د قاچاق په مخنیوي کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

د دوی په وینا، ټول سرحدونه او ګمرکونه د دغه رياست تر کنټرول لاندې دي، خو بيا هم د بېلابېلو وسايطو په وسيله هېواد ته ۳۰ سلنه خوراکي توکي او درمل په قاچاقي ډول راوړل کیږي.

اړوند خبرونه