ډېر لوستل شوي

هلمند کې د څه باندې ۱۴ میلیونه  افغانیو په ارزښت دوې رغنیزې پروژې پیل شوې

د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۴ میلیونو افغانیو په ارزښت دوې رغنیزي پروژې پیل شوې.

ویل کیږي چې په دغو دوو پروژو کې د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند اتمه ناحیه کې مرکز لښکرګاه ته دخولي دروازه او د کندهار ـ هلمند عمومي سړک په پاخه او اساسي ډول رغول شامل دي.

ټاکل شوې چې ددې پروژومالي لګښت د لښکرګاه ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه ورکول شي.

د لښکرګاه ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول محمدطاهرابشار امید راډیو ته وویل: دغه دوې پروژې د لښکرګاه ښاروالۍ له انکشافي بودیجې ورکول کیږي چي یوه یې لښکرګاه  ښار ته د دخولي دروازې جوړول دي چي لګښت يې  (۵۹۵۳۷۲۰) پنځه میلیونه نهه لکه درې پنځوس زره اووه سوه او شل افغانۍ کیږي او  دویمه  هغه يې د هلمند ـ کندهارد سړک د جوړولو ده چي  لګښت يې  ۸۹۵۴۰۸۰ اته میلیونه نهه لکه څلور پنځوس زره او اتیا افغانیو ته رسیږي.

د لښکرګاه ښاروالۍ مرستیال ملا نیک محمد اُمتي وویل: د ښاروالۍ مسوولین له پخوا څخه په دې هڅه کي وو ترڅو مرکز لښکرګاه ته دخولي دروازه په بنسټیزه بڼه ورغوي.

نوموړي زیاته کړه: د ښاروالۍ مسوولین به لا هم هڅه وکړي چي په ښار کي د بیارغونې نورې پروژې پیل کړي.

د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري دا پروژې په داسې حال کې پیلیږي چي د اسلامي  امارت په راتلو  سره  په  هلمند  کې ډیری رغنیزي پروژې پیل، بشپړې شوي او د هملندي وګړو ستونزې ورسره هوارې شوي دي.

اړوند خبرونه