ډېر لوستل شوي

ټولګټو وزارت: مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو ټست ۵۰ ډوله ته لوړ شو

ټولګټو وزارت وایي چې تر فتحې وروسته په مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو ټسټ له ۴ ډول څخه ۵۰ ډولو ته پورته شو.

دا خبره د ټولګټو وزارت سرپرست ملامحمد عیسی ثاني د لابراتوارونو ریاست د نويو ګومارل شويو کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په وروستۍ ورځ وکړه.

ثاني وړاندې وویل: ټولګټو وزارت د ساختماني موادو د لاپیاوړتیا او کاري کیفیت لا ښه والي په موخه د پلازمېنې کابل سربېره هرات، کندز، بلخ، کندهار او ننګرهار زونونو کې د ساختماني موادو د ټسټ لابراتوارونه فعاله کړي دي. ښاغلي ثاني دغه شان وویل چې د پکتیا ولایت د لابراتوار تشکیل هم منظور شوی دی چې په راتلونکي کال کې به فعال شي.

نوموړي په یاده غونډه کې د وینا پر مهال د ټولګټو وزارت کارکوونکو او انجنیرانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل کارونه په پوره صداقت او ریښتینولۍ ترسره کړي؛ څو د ټولګټو وزارت پروژې لا په غوره کیفیت سره ترسره شي.

په دغه ورکشاپ کې د ټولګټو وزارت د لابراتوارونو رئیس انجنیر بادشاه الدين قیامي د خپلو خبرو پر مهال وویل: تر اسلامي امارت وړاندې د لابراتوارونو د تشخیص په ریاست کې ۳۳ تنو کار کاوه چې اوس دغه شمېر ۸۰ ته لوړ شوی دی.

یاده دې شي چې دغه ورکشاپ د نویو انجینرانو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی و چې د غونډې په پای کې فارغینو ته بري لیکونه هم ورکړل شول.

اړوند خبرونه