ډېر لوستل شوي

پکتیا کې د اسلامي امارت تر بیاواکمنېدو وروسته ۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د پکتیا ولایت د احصايي او مالوماتو ادارې مسولین وايي چې واک ته د اسلامي امارت له رسیدو تر دې دمه يې شاوخوا اویا زره بریښنايي پیژندپاڼې ویشلي دي.

دوی وايي په یاده موده کې يې د مرکز ګردېز په ګډون په لرې پرته ولسوالۍ څمکنیو کې هم یو بل مرکز پرانیستی چې د نږدې شپږو ولسوالیو خلک يې له چوپړونو برخمن شوي دي.

د یاد ریاست امر سیداجان بسمل وايي، په دغه موده کې یې د مرکز ګردېز ترڅنګ په څمکنیو ولسوالۍ کې هم یو بل مرکز پرانیستی دی.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، د پېژندپاڼو ورکړه ملي پروسه ده او له اسلامي امارت څخه غواړي چې دې لړۍ ته لومړيتوب ورکړي. د دوی په وینا په دې سره د نفوسو کچه معلومه او خلکو ته به د خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې له منځه لاړې شي.

د دې ولايت اوسېدونکي وايي د پېژندپاڼو په اخیستو سره به په ادارو کې ګډوډي له منځه لاړه شي او تر ډېره به د جنايي پېښو څخه مخنیوی شوی وي.

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د تېرې ادارې په وخت کې له ګڼو ستونزو سره پيل شو چې دا مهال شاوخوا شپږ ميليونو خلکو ته دا پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

اړوند خبرونه