د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه) اعلان وکړ چې ساینس پوهان یې د سرطان درملنې لپاره واکسین جوړولو ته نږدې شوي دي.
پوتین وویل چې دا واکسین به ډیر ژر ناروغانو ته وړاندې شي.
د روسیې ولسمشر په مسکو کې د راتلونکې ټیکنالوژۍ په اړه په یوه تلویزیوني غونډه کې وویل، موږ د سرطان واکسینونو او درملو جوړولو ته نږدې یو چې د عصري نسل لپاره د معافیت سیسټم چمتو کوي.
هغه هیله څرګنده کړه چې ډېر ژر به دغه واکسین د درملنې لپاره وکارول شي.
ولادیمیر پوتین دا نه دي ویلي چې دا واکسین د کوم ډول سرطان د درملنې لپاره جوړ شوی او څنګه کار کوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ګڼو ساینسپوهانو د سرطان ناروغۍ لپاره د درملو جوړولو هڅې کړې وې.