د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکې شنبې څخه تر دوشنبې (د سلواغې له ۲۸مې-۳۰مې نېټې) د هیواد په هریرود، کابل، هلمند او پنج امو حوزو کې د بارانونو او واورو اورېدو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او تخار سیندونو کې د واورې د ویلې کېدو سختو بارانونو او د ناڅابي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د سیندیزو حوزو د غاړو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې په خپل وخت ځانونه او کورنۍ له خطرناکو سیمو وباسي.