ډېر لوستل شوي

نړیوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

 رویټرز خبر ورکړی چې نړیوال بانک له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

ویل کیږي چې دغه پیسې د نړیوال بانک اړوند د نړیوالې پراختیایي ټولنې  له خوا ورکول کیږي.

 ویل شوي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې ولګول شي.

 د اسلامي امارت تر بیاواکمنېدو وروسته نړیوال بانک د لومړي ځل لپاره افغانستان ته پیسې ځانګړې کوي.

بل پلو نړیوالې رسنۍ وایي چې د نړیوال بانک اجرایوي بورډ د افغانستان د ملاتړ په اړه نوې کړنلاره تصویب کړې ده.

ویل کیږي چې ددغې کړنلارې  له مخې یاد بانک د خپلې نړیوالې پراختیایي ټولنې له صندوق څخه افغانستان ته ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

اړوند خبرونه