د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن(یکشنبه، سلواغې ۲۹مه) غرمه په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې توطئیه جوړونکي که هر څومره پروپاګند کوي، افغانستان به هومره ډېر پرمختګ وکړي.
د ښاغلي مجاهد په قول، له افغانستانه نورو ته د ګواښ او ترهې احساس د هیوادونو د مالوماتو کمزوري په ډاګه کوي او یا هم قصدا هڅه کیږي چې داسې غونډو ته ناسم مالومات ولېږدول شي.
مولوي مجاهد زیاتوي چې په مونیخ غونډه کې ښکاره شوې اندېښنې بې ځایه دي.
ښاغلي مجاهد له دې وړاندې هم څرګنده کړې چې افغانستان له کلونو وروسته امن دی، هیڅ بهرنۍ ډله دلته شتون نه لري او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي.
د مولوي مجاهد په وینا د اسلامي امارت له لوري په دوه نیم کلن حکومت کې هیڅ کوم هیواد ته ګواښ نه دی متوجې شوی.