د روسیې د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې د روسي منتقد الکسي ناوالني د مړینې په خلاف ۴۰۰ تنه نیول شوي دي.
ویل کیږي چې دغو کسانو د ناوالني د ناڅاپي مړینې په ضد لاریون کړی وو چې روسي پولیسو نیولي.
په روسیه کې د بشري حقونو ډلې وايي، د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پوتین د یوه مهم مخالف الکسي ناوالني د وژل کېدو په اعتراض کې تر ۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
د روسیې د زندان چارواکو وړمه ورځ(جمعه، سلواغې۲۷مه) وویل چې الکسي ناوالني په زندان کې د قدم وهلو پر مهال ناڅاپي رالوېدلی او مړ شوی دی.
د ښاغلي ناوالني مړینې د روسیې په لږ تر لږه ۳۲ ښارونو کې لاریونونه راوپارول چې د سلګونو کسانو د نیولو سبب شو. ویل کیږي چې تر ټولو زیات کسان په سنټ پیټرزبورګ ښار کې نیول شوي چې شمېر یې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.
دا شمېره د وړم ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې په روسیه کې د سیاسي نیونو تر ټولو لوړه څپه ده.