د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې نن(یکشنبه، سلواغې ۲۹مه) یوې نسبتا زوروې زلزلې د دغه ولایت ځینې برخې لړزولي دي.
ویل کیږي چې دا زلزله نن مازیګر ۳:۵۰ دقیقې رامنځته شوې چې ځواکمنتیا یې د ریښتر په کچه ۵ درجې وه.
د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې ليکلي چې ددغې زلزلې مرکز د بلخ ولایت د سویل لوېدیځ په ۱۹کیلومترۍ کې و.
ددې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه لا تراوسه څه نه دي ویل شوي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په شمالي ولایتونو کې پرلپسې زلزلې رامنځته کیږي.