ډېر لوستل شوي

بورل: د اروپایي ټولنې ۲۶ غړي په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل وايي چې د اروپايي ټولنې ۲۶ غړي هېوادونه غواړي چې په غزه کې سمدستي جګړه ودرول شي.

ښاغلي بورل دغه څرګندونې تېره شپه (دوشنبه، سلواغې۳۰مه) د اروپايي ټولنې د شورا په غونډه کې وکړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر زیاته کړه چې د جګړې د بندولو ترڅنګ فلسطینیانو ته د بشري‌ مرستو رسونه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بله غوښتنه ده.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیوني ګوتېرش هم په غزه کې پر تلپاتي اوربند او همداشان د بندیانو د ازادېدو غوښتنه کړې وه.

اړوند خبرونه